د افغانستان متحدي جبهې په خپل تازه نشر سوې خبرپاڼه کي ويل، چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي ئې په کندهار او هلمند کي پر ط.. البانو درې بريدونه کړي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي يو بريد ئې د کندهار په دامان ولسوالۍ کي پر يو ط..الب کړی.
د دغې جبهې په وینا، دوه نور بریدونه ئې د هلمند په مرکز لښکرګاه کي کړي دي.
خبرپاڼه ليکي چي لومړۍ برید ئې د لښکرګاه ښار د لومړۍ امنیتي حوزې پر یوې پوستې کړی، چي دوه ط..البان په کښي وژل سوي او دوه نور ټپيان دي.
دغه جبهه وايي، دوهم برید د لښکرګاه ښار د اوومي امنیتي حوزې اړوند د بولان په سیمه کي پر دوو ط..البانو سوی دئ.
تر اوسه ط..البانو د يادي جبهې د دغي ادعا په اړه څه نه دي ويلي.