د افغانستان متحدي جبهې په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د جمعې په ورځ ئې د بدخشان ولايت په کشم ولسوالۍ کي د ط..البانو پر پوستې برید کړی.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په ياد برید کي ئی يو شمېر ط..البان ټپيان کړي هم دي.
متحده جبهه وايي چي دغي پوستې د تېر جمهوري نظام نظاميان پعذابول ځکه ئې خپل هدف ګرځولې وه.
تر اوسه ط..البانو د افغانستان د متحدي جبهې د دغي ادعا په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.