د افغانستان هوا پېژندني ادارې په ۲۹ ولایتونو کي د زياتي واورو او بارانونو د پيښېدو خبرداری ورکړی دی.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې په یوه خبرپاڼه کي لیکلي، چي د راتلونکی دوشنبې په ورځ د هېواد په ۲۹ ولایتونو او سالنګونو کي د زیاتو بارانونو او واورو د اورېدو امکان سته.
دغه ادارې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کي د اورښت اندازه له ۱۵ تر ۵۰ ملي مترو او د واوري اندازه له ۱۵ تر ۴۰ سانتي مترو پوري اټکل کړې ده.