د افغانستان والیبال ملي لوبډله د ازبکستان په کوربه‌توب د اسیایي هیوادونو په سیالیو کي ګډون کوي

په دغه سیالیو کي د افغانستان، بنګله‌دېش، سریلانکا، نیپال، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان د والیبال ملي لوبډلو ګډون کړی دی.

د والیبال فدراسیون چارواکي وايي، دغه سیالۍ د اسیا د والیبال کنفدراسیون تر څارني لاندي د ازبکستان په کوربه‌توب د روان کال د اکټوبر میاشتي په ۱۸ مه نېټه پیلېږي.

تر دې وړاندي د افغانستان د والیبال ملي لوبډله په وروستۍ نړیواله درجه بندۍ کي ۶۱ او په اسیا کي ۱۵م مقام خپل کړی وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *