د افغانستان پاسپورټ د پاسپورټونو په نړيوالې درجه بندۍ کي آخر مقام لري

د ۲۰۲۴ کال د پاسپورټونو د نړيوالې درجه بندی له مخي افغانستان د لست په آخر او سويس هيواد لومړی مقام لري

د پاسپورټونو دغه درجه بندي هر کال د نوماد له طرفه ترسره کيږي . نوماد پر کومو بنسټونو د پاسپورټونو درجه ټاکي؟ نوماد د لاندي معيارونو په پام کي نيولو سره د نړۍ د ۱۹۹ هيوادونو د پاسپورټونو درجه بندي کوي.

۱-د ویزې نه بغير سفر (50٪): د هغه هیوادونو شمیر چې پاسپورت لرونکی يي وکولی سي پرته له ویزې څخه سفر وکړي

۲-مالیه (20٪)

۳-نړیوال ادراک (10٪): پاسپورټ بايد په نړيواله کچه لږ تر لږه ۱۰ ٪ فيصده اعتبار ولري

۴-د دوه ګوني تابعیت ساتلو وړتیا (10٪)

۵-فردي ازادي يا د بيان آزادي (10٪)