د افغانستان پخواني ولسمشرانو حامد کرزي او محمد اشرف غني پر ګیله من وزیر برید غندلی دی

د افغانستان پخواني ولسمشرانو حامد کرزي او محمد اشرف غني په اسلام اباد کي د پښتون ژغورني غورځنګ پر غړي ګیله من وزیر برید غندلی دی.
محمد اشرف غني پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چي له خپلو زرګونو هیوادوالو سره د ګیله من وزیر، چي سخت ټپي سوی دی د عاجلي روغتیا هیله کوي.
هغه زیاته کړې، د ګیله من د ملګرو او ځوانانو د هڅو ستاینه کوي ځکه نه یوازي د هغه د درملني هڅه کوي بلکي نوري لاري هم لټوي.
دغه راز د هیواد بل پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر ګیله من وزیر برید غندلی او په ادې اړه یې خپله خواشیني څرګنده کړې ده.
د پښتون ژغورني غورځنګ غړی ګیله من وزیر د یکشنبې په ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کي له یوه مسجد څخه د وتلو پر مهال د نامعلومو وسله والو له خوا په چاقو او لرګیو سخت ووهل سو.
د هغه روغتیايي وضعیت لا هم ښه نه دی او د کوما په حال کي دی، د پي ټي ایم غړي هڅه کوي چي د درملني لپاره بهر ولیږدوي خو لا هم زمینه نه ده برابره سوې.