ښاغلي کرزي له ځوانانو سره په ناسته کي د پوهي په ګاڼه سمبال ځوانان د هیواد د پرمختګ لپاره مهم بللي او یوځل بیا یې د نجونو د ښونځیو پر خلاصولو ټینګار کړی دی.
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي بند کړل او د ۲۰۲۲ کال په دسمبر میاشت کي یې د هغوی پوهنتونونه هم وتړل.
د نجونو پر تعلیم بندیز ته له نړیوالو غبرګونونو سره-سره حکومت تر اوسه پهدې برخه کي د کوم پرمختګ خبره نهده کړې.
د ښځو او نجونو حقونه که څه هم اسلامي امارت د افغانستان کورنۍ او دودیزه مسله بولي، خو نړیوالو ته بیا دا مهمه مسئله ده او په ظاهره له همدې کبله نړیوال د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو ته هم زړه نه ښه کوي.