حامد کرزي نن پنجشنبه په خپله ایکس پاڼه په یوه پیغام کي دا پېښه یو تروریستي عمل بللی دی.
پرون چهارشنبه ماسپښین مهال په کابل کي د سینما پامیر په ګڼه ګوڼه کي د چاودني له امله دوه تنه ووژل سول او ۱۱ نور ټپیان سول.
په ټپیانو کې دوه کوچنیان هم شامل دي.
تر اوسه هیڅ ډلي د دې چاودني مسوولیت نه دی منلی.