د افغانستان په لسو ولايتونو کي د بارانونو او سېلابونو اټکل سوی

د ط..البانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندني ادارې د سې شنبې په ورځ د افغانستان په لسو ولايتونو کي د بارانو او سېلابونو اټکل کړی.
ياده اداره وايي چي په نورستان، کنړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، لوګر، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کي د بارانو او سېلابونو اټکل سوی دئ.
د دغي ادارې په خبره چي د ورښت کچه په يادو ولايتونو کي د ۱۰ او ۳۵ ملي‌مترو ترمنځ ښودل سوې ده .