د افغانستان په نوم د ازادۍ جبهې د چهارشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چي تېره ورځ ئې د نورستان ولايت د وايګل ولسوالۍ په مرکز کي پر ط..البانو بريد کړی.
د يادي جبهې په وينا چي دغه بريد شاوخوا شل دقيقې دوام درلود او په خبره ئې چي ط..البانو ته ئې تلفات هم اړولي.
هغوی د تلفاتو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
بايد وويل سي چي ط..البانو تر اوسه د افغانستان د ازادۍ جبهې د يادي ادعا په اړه څه نه دي ويلي.