د افغانستان په ځینو سیمو کي د بارانونو، د اوبو کچي لوړېدو او سېلابونو د راوتلو اټکل سوی

د هېواد د هواپېژندنې اداره اټکل کوي چي نن او سبا دوشنبه د کابل، شمال او پنج یا آمو په سیندیزو حوزو کي د نسبتاً سختو بارانونو، د اوبو د کچي د لوړېدو او سېلابونو د راوتلو امکان سته.

د انرژۍ او اوبو وزارت پرون پر خپل ایکس‌پاڼه په یو بیان کي ویلي، چي د کونړ، لغمان، پنجشېر، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار او بدخشان په سیندونو کي د اوریاوو او د واورو د ویلي کېدو له کبله د اوبو د کچي د لوړېدو اټکل کېږي.

په بیان کي د ټیټو سیمو خلکو ته خبرداری ورکړل سوی چي ځان خبر وساتي او د سېلابونو یا د اوبو د کچي د لوړېدو په وخت کي دي د سیندونو غاړو ته له نژدې کېدو ډډه وکړي او د لوړو سیمو له خلکو غوښتنه سوې چي د خطر پرمهال د کښته سیمو اوسېدونکو ته خبر ورکړي څو د انساني زیانونو مخنیوی وسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *