د افغانستان په چارو کي د ایران د لاري او ښارسازۍ د وزیر ځانګړی استازی وايي، د دواړو هیوادونو ترمنځ پر سوداګریزو توکو سربېره د سپرلۍ لېږدولو اورګاډی هم پیلوي

حسن میر شفیع وايي، په اول پړاو کي به دا اورګاډی د ایران د مشهد او د افغانستان د هرات ترمنځ چلېږي.

شفیع له ایلنا خبري اژانس سره په مرکه کي زیاتوي چي د دې چاري لپاره باید د پاسپورټ او ویزې په څېر مسایل حل سي.

ایران تېره وري میاشت کي د هرات له خواف ترکیې ته د افغانستان د سوداګریز اورګاډي د تګ مخه په خپل سرحد کي ونیوله، خو ۴۰ ورځي وروسته یې د تګ اجازه ور کړه.

حسن میر شفیع وايي، د دغه هیواد له لاري د افغانستان او ترکیې د سوداګریز اورګاډي د تګ ستونزه حل سوې او دا اورګاډي چلېږي.

ټولګټو چارو وزارت وایي، په تېر۱۴۰۲ لمریز کال کي یې د پټلۍ له لاري څلور اعشاریه یو میلیون متریک ټنه توکي لېږدولي دي.