د افغانستان په چارو کي د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چي هیواد ئې چمتو دئ؛ ترڅو د پاکستان او ط..البان ترمنځ د خبرو اترو له پاره منځګړیتوب وکړي.
کابلوف زیاته کړې، که دواړه لوري رسمي غوښتنه وکړي، روسیه به هڅه وکړي، چي د اختلافاتو د هواري له پاره د سیاسي خبرو زمینه برابره کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چي د پاکستان او ط..البانو ترمنځ سته ستونزي باید د سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو حل سي او د نښتو د سمدستي بندېدو غوښتنه ئې کړې ده.