د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کي د سختو بارانونو او سېلابونو اټکل سوی

د ټرانسپورټ او هوايي‌ چلند وزارت د هوا پېژندني اداره وایي، د هیواد په یو شمېر ولایتونو کي د سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل سوی.
دغه ادارې پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چي په پروان،‌ کابل،‌ میدان وردګ،‌ ننګرهار،‌ بامیان او سمنګان ولایتونو کي د نسبتاً تیز باران، تالندي، برېښنا او سېلابونو اټکل کیږي.
د دغه وزارت د معلوماتو پر اساس په یادو ولایتونو کي به باران له ۱۵ څخه تر ۲۵ ملي مترو پوري واوري.
د هوا پېژندني د نړیوالو ادارو په وینا، د سږ کال د اپریل او مې د میاشتو اورښتونه د کال په دې وخت کي په تېرو ۴۰ کلونو کي بې ساري وو.
په وروستویو کي د سختو اورښتونو او سېلابونو له امله سلګونه افغانان مړه او ټپيان سول او ډېر مالي تاوانونه یې هم اړولي دي.