کرکټ بورډ ویلي دي چي، دغه درې یو ورځنۍ سیالۍ به د راتلونکي نومبر میاشتي په ۶مه نېټه پیل او تر ۱۱مي نېټې به دوام لري.
یادي ادارې دا هم ویلي دي چي، ابراهیم ځدراڼ او مجیبالرحمن د خپلو ټپونو له امله لا هم د لوبي جوګه نه دي، نو ځکه یې نه دي غوره کړي.
دوه نور افغان لوبغاړي صدیق اتل او نوراحمد چي د سوېلي افریقا پر وړاندي لوبلړۍ کي نه وه، دې سیالیو ته رابلل سوي دي.
د ویلو ده چي د بنګله دېش پر وړاندي لومړۍ لوبه به د نومبر په ۶مه، دویمه د نومبر په ۹مه او وروستۍ د همدې میاشتي په ۱۱مه نېټه د عربي متحده اماراتو د شارجې په لوبغالي کي وي.