د افغانستان کرکټ بورډ د شپږیزي لیګ د نهم پړاو پایلوبه سبا شنبه د اګست په ۲۴مه نېټه د بندامیر ښامارانو او امو نهنګانو د لوبډلو ترمنځ ترسره کيږي

کرکټ بورډ وايي سیالي به د کابل پر وخت سهار ۱۱:۰۰ بجې پیل سي.

سږ کال د شپږیزي لیګ د اصولو پر اساس هغه دوې لوبډلي چي د نومرو په جدول کي تر ټولو مخکښي وې پایلوبي ته ووتې.

بندامیر او امو دواړو د لسو لسو نومرو په لرلو سره په جدول کي اول او دویم مقام درلود.

په دواړو لوبډلو کي د ملي لوبډلي ځیني مخکښ لوبغاړي لوبه کوي.

د بندامیر لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي دی او ورسره ننګیالی خروټی، صدیق اتل، ریاض حسن، نوین الحق او الله محمد غضنفر په څېر نوموتي لوبغاړي موجود دي.

د امو لوبډلي لوبډلمشر عظمت‌الله عمرزی دی او د لوبډلي مشهور لوبغاړي یې فضل حق فاروقي، عبدالمالک، ذبید اکبري، شرف الدین اشرف، اسحاق رحیمي او قیس احمد دي.

د ویلو ده چي بند امیر تر دې وړاندي هم د شپږیزي لیګ اتلولي ګټلې، خو امو بیا کومه اتلولي نه ده ګټلې.