د افغانستان کرکټ بورډ د شپږیزي لیګ په نهم پړاو کي مس عینک اتلان دویمه لوبډله سوه چي پایلوبي ته له رسېدو پاته سوه.

یادي لوبډلي نن پنجشنبه له سپین‌غر پړانګانو لوبډلي ماته وخوړه او په دې سره یې سفر پای ته ورسېده.

سپین‌غر بیا په روانو سیالیو کي یوازي دوې لوبي وګټلې او د نومرو په جدول کي تر ټولو په وروستي مقام پاته سوه.

د ویلو ده چي د یاد لیګ پایلوبه به د اګست په ۲۴مه نېټه ترسره سي.