د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګي په لارښوونه بغلان  کي د رسمي ثبت کلپونو په کچه کلنۍ لوبي د ۱۱ رسمي کلپونو ترمنځ  پیل سوې

د بغلان د کرکټ د پراختیايي څانګي استازي ظریف خان احمدزي ویلي، چي دغه لوبي د افغانستان د کرکټ بورد په ځانګړې لارښونه په بغلان کي پیل سوي چي ۱۱ رسمي کلپونو پکښي برخه اخیستې او په دوه ګروپونو کې لوبيږي.

احمدزي زیاته کړه چي دا یو ورځنۍ لوبي به ۳۴ ورځي دوام وکړي، چي موخه یې د تکړه لوبغاړو په نښه کول او دغه راز هيوادوالو ته د سالمي تفرېح رامنځ ته کول دي.

د یادوني وړ ده چي د انټرکلب سیالیو په لومړۍ لوبه  کي د اتل حسین خېل او اخلاق یار کرکټ کلپونو تر منځ ترسره سوه چي پکښي اخلاق یار کرکټ اتل کرکټ کلپ ته د ۵ ویکټو په توپیر ماته ورکړه.