د افغانستان کرکټ بورډ ويلي، چي انګلستانی روزونکی ریچارډ پایبس د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلي د نوي مشر روزونکي په توګه ټاکل سوی دئ.
نوموړی پخوا هم د څو هیوادونو له ملي لوبډلو سره د روزونکي دنده ترسره کړې او د نړۍوالو سیالیو پراخه تجربه لري.
د افغانستان د کرکټ بورډ مسئولينو ويلي، چي هغه به ډېر ژر له ملي لوبډلي سره خپل تمرینونه پیل کړي.