د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي په لومړۍ ۵۰ اوريزه لوبه کي بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلي ته په ۹۲ منډو ماته ورکړه

دې لوبه کي افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو د محمد نبي ۸۴ او حشمت الله شاهدي ۵۲ تر نورو د زياتو منډو په جوړولو ئې بنګله دېش ته ۲۳۶ منډي هدف ورکړ او د بنګله دېش له پاره په توپ اچونه کي تسکين احمد او مصتفيظ الرحمن څلور، څلور لوبغاړي وسوځول.

بنګله دېش په ۳۵ اورونو کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۰ منډي جوړي کړې او د افغانستان له پاره په توپ اچونه کي الله محمد غضنفر شپږ او راشد خان دوه لوبغاړي وسوځول.

دواړي لوبډلي به دوهمه ۵۰ اوريزه لوبه راتلونکې شنبه ترسره کړي.