د افغاني سره میاشت ټولني له خوا په یوه خبرپاڼه کي ویل سوي چي شهابالدین دلاور د یکشنبې په ورځ د بیل ګیټس بنسټ د آسیا د څانګي د پولیو له مشري آنا ماریا، سره ولیدل او خبري یې ورسره وکړې.
په دې خبرپاڼه کي راغلي چي د بیل ګیټس بنسټ پلاوي ژمنه کړې چي له افغانستان سره به مرستي زیاتي کړي.
د بیل ګیټس بنسټ یو له مهمو نړیوالو خیریه ادارو څخه دی چي د افغانستان، پاکستان او افریقايي هیوادونو په شان په بېوزله او لږ پرمختللو هیوادونو کي بشري فعالیتونه کوي.
د دې بنسټ د فعالیت ډېره برخه د کوچنیانو د ګوزڼ ناروغۍ په له منځه وړلو باندي متمرکزه ده.