د افغاني سرې میاشتي ټولنه: ۱۴ تنه د سوري زړه په رنځ اخته ماشومان يې په کابل کي روغتونونو ته د درملني په موخه ور وپېژندل

د افغاني سرې میاشتي ټولنه وایي، پرون یې نور ۱۴ تنه د سوري زړه په رنځ اخته ماشومان په کابل کي ۴ کورنیو روغتونونو ته د درملني او عملياتو په موخه ور وپېژندل.

دې ټولني پرون په خپله ایکس‌پاڼه کي ویلي چي، د دغو ناروغانو درملنه د افغاني سرې میاشتي په مالي مرسته ترسره کيږي.

دې ټولني له‌دې مخکي هم په ځلونو په افغانستان کي دننه د سوري زړه د ماشومانو د درملني خبر ورکړی وو.

مخکي له‌دې چي د افغانستان په روغتونونو کې د دا ډول ناروغانو د عملیاتو لپاره امکانات برابر سي، ډېری په زړه سوري ماشومان بهرنیو هېوادونو په ځانګړي توګه جرمني ته د درملني لپاره استول کېدل.