د افغان سوداګرو د مالونو پر وړاندي دوامداره خنډونه؛ په تورخم کي یو ځل بیا د مېوو موټران درول سوي دي

یو شمېرافغان سوداګر وایي، چي د خیبرپښتونخوا په بیګياړي سیمه کي د لاري د تړل کېدو له امله یې سلګونه په تازه مېوو او سبزیو بار موټر بند پاته دي.
د ننګرهار د سوداګرۍ خوني د مدیره پلاوي غړي وایي، د خیبرپښتونخوا په بیګاړي سیمه کي ځايي خلکو له دوو ورځو راهیسي لار تړلې ده.
د دوی په خبره خلکو په‌دې پلمه چي ګواګي د پاکستان حکومت یې غوښتني نه دي منلي نو دوی لار تړلې ده.
د تازه مېوو سوداګر وايي، په انګورو بار موټر یې ولاړ دي، انګور د لاري د تړلو له کبله خراب سوي او میلیونونه افغانۍ تاوان ور اوښتی دی.
دا لومړی ځل نه‌دی چي د تورخم ټرانزیټي لار د مېوو او سبزیو د لېږدېدونکو لاريو پر مخ تړل سوې او سوداګرو ته زیانونه اوړي بلکي له دې وړاندي هم ډېر ځله تړل سوې ده.
افغان سوداګر وایي، چي له پخوا راهیسي د پاکستان حکومت د تازه مېوو او سبزیو په موسم کي په بېلابېلو پلمو پر افغان سوداګرو ټرانزیټي لاري تړي.