په کابل کي د پاکستان سفارت وايي، چي د دغه هيواد ويزې ئې د افغان موټر چلوونکو او ټرانسپورټي برخي د کارکوونکو له پاره ارزانه کوي.
د پاکستان سفارت دغه کار دافغانستان سره د سوداګرۍ په برخه کي د اسانتياو رامنځ ته کولو په موخه کوي.
د پاکستان سفارت وايي، چي د دغو ويزي قيمت يې سل ډالره کړی دئ.
په کابل کي د پاکستان سفارت ددغو ويزي له پاره لازم اسناد پاسپورټ، پېژندپاڼه، د ټرانسپورټي شرکت کارټ او د موټر چلولو لایسنس یاد کړي چي څو ځل ننوتلو اعتبار لرونکې ویزه (multiple-entry visas) ورباندي ورکول کیږي.