د افغان ميرمنو د ازادۍ غورځنګ په ايران کښي د افغان ميرمني کبرا رضايي د وژني اړوند د عدالت غوښتنه کړې

د افغان ميرمنو د ازادۍ غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره په ایران کښي د ۲۶ کلني افغاني کډوالي کبرا رضایي د وژني سخت غندنه کړې او دا پېښه ئې د افغان مېرمنو پر وړاندي د نه ختمېدونکي او سیستماتیک تاوتریخوالي یوه روښانه بېلګه بللې ده.
دغه غورځنګ له ایراني چارواکو او نړۍوالو بشري حقونو بنسټونو څخه غوښتي، چي د دې قضيې عادلانه او شفافه پلټنه وکړي او عاملین دي د قانون منګولو ته وسپاري.
د افغان میرمنو د ازادۍ غورځنګ په خپله اعلامیه کښي ویلي، چي دا وژنه نه یوازي د مهاجرو افغان میرمنو د بې وزلۍ ښکارندويي کوي، بلکي په ایران کښي د مهاجرو پر وړاندي د سیستماتیک جنسیتي تاوتریخوالي او تبعیض یوه برخه ده.
دوی زیاته کړې، چي په ایران کښي مېشتي افغاني میرمني نه یوازې له بنسټیزو بشري حقونو محرومي دي، بلکي د ورځني ژوند په جریان کښي له دوامداره وېري او تاوتریخوالي سره مخ دي.
دغه غورځنګ له ایراني چارواکو غوښتي، چي د کبرا رضایي د وژني په تړاو فوري، شفاف او بې پرې پلټني ترسره کړي او د پېښې عاملین د قانون له مخي مجازات کړي.
هغوی د نړۍوالو بشري حقونو سازمانونو او ټولنو غوښتي چي په ایران کښي د افغان کډوالو، په ځانګړې توګه د میرمنو د حقونو د خوندیتوب له پاره جدي ګامونه پورته کړي.
بايد وويل سي، چي افغان ميرمنه کبرا رضايي چي خپلوانو به ئې شقایق بلل شاوخوا ۵۰ ورځي وړاندي نادرکه سوې وه، څو ورځي وړاندي په تهران کښي د‌ هغې ټوټه سوی جسد موندل سوی.