د افغان ښځو د حقونو د څار یوه بنسټ د افغان ښځو پر وړاندي د محدودیتونو د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي ئې دي

د افغان ښځو د حقونو د څار یوه بنسټ د افغان ښځو پر وړاندي د محدودیتونو د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي ئې دي، چي له اساسي فرصتونو او خدماتو څخه د ښځو محرومول د هغوی پر ازادۍ او انساني حیثیت منفي اغېز کوي.
دغه بنسټ له نړۍوالو ادارو او د بشري حقونو له مدافع بنسټونو غوښتي چي د افغان ښځو د وضعیت په اړه فعاله دریځ غوره کړي.
یاد بنسټ په یوه خپره سوې اعلامیه کي ټینګار کړی، چي د ښځو ږغ باید په نړۍواله کچه واورېدل سي او د هغوی د حقونو د خونديتوب له پاره بايد عملي ګامونه واخیستل سي.

دغه بنسټ همداراز له نړۍوالي ټولني غوښتنه کړې، چي په افغانستان کي د ښځو پر وړاندي د محدودیتونو د پراخېدو په اړه چوپتیا ماته کړي.
دا څرګندوني پر داسي مهال کېږي، چي په هیواد کي د نجونو د زده کړو، د ښځو د کار او ټولنیزو فعالیتونو په برخو کي محدودیتونه لا هم دوام لري او د حقونو فعالان د دغو بندیزونو د پای ته رسېدو غوښتنه کوي.