د اقتصاد وزارت مسوولین وایي، چي له تېر یو کال راهیسي د افغانستان په کورني ناخالص تولید کي ۲ عشاریه ۷ سلنه زیاتوالی راغلی

د یاد وزارت ویاند ویلي، د افغانستان د ناخالصو کورنیو تولیداتو د زیاتوالي لامل د صادراتو پراختیا او له خصوصي سکټور څخه ملاتړ بلل کېږي.

د اقتصاد وزارت مسوولینو دا هم ویلي، چي د ډالرو پر وړاندي د افغانۍ د ارزښت ثبات، د اسعارو د قاچاق مخنیوی، د لومړنیو موادو د بیې راټېټېدل، د لویو لارو بیارغونه، د ملي پروژو پلي کېدل او په بېلابېلو سکتورونو کي تشبثات هم پر کورني ناخالص تولید مثبت اغېز کړی دی.

په ورته وخت کي د سوداګرۍ او پانګوني خوني مسوولینو په هیواد کي د تولیدي سکټورونو پر ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي چي په دې سره به د هیواد په ناخالص کورني تولید کي لا زیاتوالی راسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *