د امارات هوايي شرکت د شنبې په ورځ اعلان کړی، چي دوبی ته ټولي الوتني تر بلي خبرتیا پوري ځنډول سوي دي

د امارات هوايي شرکت د شنبې په ورځ اعلان کړی، چي دوبی ته ټولي الوتني تر بلي خبرتیا پوري ځنډول سوي دي. دغه شرکت پر خپله اېکس پاڼه په نشر سوې اعلامیه کي ویلي، دا پرېکړه د روان وضعیت له امله سوې او تر بلي خبرتيا پوري به دوام وکړي.
امارات هوايي شرکت له مسافرو غوښتي چي تر بلې خبرتیا پوري دي هوايي ډګر ته نه ورځي او د خپلو الوتنو د معلوماتو له پاره دي د شرکت رسمي اعلانونه تعقیب کړي.