د امام ابوحنیفه درېیم نړیوال نندارتون د یکشنبې په ورځ په کابل کي پرانیستل سو

د امام ابوحنیفه درېیم نړیوال نندارتون د سوداګرو، کورنیو پانګوالو او د سیمي هیوادونو د استازیو په ګډون په یکشنبې په ورځ په کابل کي پرانیستل سو چي شپږ ورځي به دوام ولري.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین وايي، د امام ابوحنیفه درېیم نندارتون څخه موخه د کورنیو محصولاتو او تولیداتو معرفي کول، محصولاتو ته بازارموندنه او د سیمي هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا ده.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وایي، کورني او د نوورو هیوادونو بېلابېل تولیدات او محصولات دې نندارتون کي نندارې ته ایښودل سوي دي او دا نندارتون د محصولاتو او تولیداتو معرفي لپاره ښه فرصت دی.

د سوداګرۍ او پانګوني خوني لومړي مرستیال یونس مومند د امام ابوحنیفه د درېیم نندارتون د پرانیستي مراسمو کي له سرپرست حکومت څخه وغوښتل چي د سوداګرو لپاره لاډېري اسانتیاوي رامنځته کړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم د یاد نندارتون پرانېستلو پرمهال وویل، سرپرست حکومت هڅه کوي چي کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته بازارموندنه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *