د امريکا د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی

د امريکا د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی، چي د امريکا په ویرجینیا ایالت کي ئې يو افغان د داع.ش خرسان ډلي سره د همکارۍ په تور نيولی دئ.
د دغه وزارت په وينا چي دغه افغان جان شاه صافی نومېږي او په ۲۰۲۱ ميلادي کال کي د ډيسمبر په مياشت کي د جوبایډن د واکمنۍ پر مهال امريکا ته داخل سوی دئ.
ياد وزارت ويلي چي جان شاه صافی د داع.ش خراسان ډلي سره د مالي ملاتړ په تور نيول سوی دئ.

دا په داسي حال کي ده، چي څو ورځي وړاندي په واشنګټن کي يو افغان کډوال د امريکا د ملي ګارډ د دوو ساتونکو د وژني په تور نيول سوی و.