د امريکا سلګونو مسلمانانو په نيويارک ټايمز ميدان کي د روژې مبارکي میاشتي په مناسبت د روژه مات مراسم ترسره کړي

د امريکا سلګونو مسلمانانو په نيويارک ټايمز ميدان کي د روژې مبارکي میاشتي په مناسبت د روژه مات مراسم ترسره کړي.
ګډونوالو د ښار په یوه تر ټولو بوختو سیمو کي روژه مات کړی او وروسته ئې د ماښام لمونځ او تراویح په جماعت ادا کړې. يادو مسلمانانو ويلي، چي د دې پروګرام موخه د اسلامي ارزښتونو څرګندول او د مسلمانانو ترمنځ د یووالي پیاوړتیا ده.
نيويارک ټايمز ميدان د نیویارک ښار له مشهورو او ګڼي‌ګوڼي ډکو سیمو څخه ګڼل کېږي، چي هره ورځ زرګونه کسان ورڅخه لیدنه کوي.