په امريکا کښي د امريکايي اسلامي اړيکو شورا د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه هيله کړې ده، چي افغان کډوال دي د امريکا څخه نه شړي.
دغه شورا وايي، چي د دغو افغانانو ژوند په افغانستان کښي په خطر کښي دئ او د امريکا د دولت څخه غواړي، چي د افغان کډوالو د ايستلو پرېکړه دي بيرته واخلي.
هغوی د امريکا د کانګرس څخه غوښتنه کړې ده، چي دغه افغانانو ته د دایمي اوسېدولو د قانوني طرحي پر جوړولو دي کار وکړي.
بايد وويل سي، چي تېره میاشت د امریکا د کورني امنیت وزارت پرېکړه وکړه، چي دغه هيوادکښي د مېشتو زرګونو افغانانو لنډمهالي محافظت وضعیت (TPS) لغوه کوي.