د امريکا هوايي ځواک د اسرائيل د ساتني لپاره نن د «ای-۳» راداري الوتکو عمليات پیل کړل

د امريکا هوايي ځواک د اسرائيل د ساتني لپاره نن د «ای-۳» راداري الوتکو عمليات پیل کړل
سرچينه: ميلټري واچ مجله
د امريکا هوايي ځواک په منځني ختيځ کي د وختي خبرداري او هوايي کنټرول د الوتکو عمليات په څرګند ډول زيات کړي دي. راپورونه ښيي چي دا راداري الوتکي په بې‌ساري شمېر د اردن، د سعودي عربستان د شمال، د عراق د جنوب او د مديترانې سمندر ختيځو برخو پر فضا ګرځي.

د راپور له مخه دا الوتکي د دې لپاره کارول کېږي څو د ايران له لوري د بې‌پيلوټه الوتکو او توغنديو د بريدونو پر ضد پرله‌پسي څارنه وکړي، په ځانګړي ډول هغه بريدونه چي د اردن او اسرائيلو پر لور ترسره کېږي. دا اقدام وروسته له هغه زيات سوي چي د ايران د بريدونو په پايله کي د ځمکنيو رادارونو يوه مهمه برخه له منځه تللې ده. د دغو الوتکو دوامداره عمليات د هوا په منځ کي د هر څلورو تر شپږو ساعتونو وروسته د تېلو د بيا ډکولو ته اړتيا لري.
خو ويل کېږي چي د دې الوتکو راداري وسايل زاړه سوي دي او د بالستيک توغنديو پر ضد د دفاع لپاره ښه برابر سوي نه دي، له همدې امله دا الوتکي د مځکنيو راداري شبکو بشپړ بديل نه سي کېدای.
راپورونه ښيي چي د فبرورۍ له ۲۸مي راهيسي، چي د امريکا او اسرائيلو پوځي عمليات د ايران پر ضد پيل سوي، لږ تر لږه د امريکا ۱۷ پوځي تاسيسات د بريدونو هدف ګرځېدلي دي. ويل کېږي چي د ايران د انقلاب ساتونکو ځواک وتوانېد چي د شاوخوا ۲٫۷ ميليارده ډالرو په ارزښت مهم راداري سيستمونه له منځه يوسي.

په دغو سيستمونو کي يو ستر رادار هم شامل و چي د امريکا له خاوري څخه بهر يوازنی د همدې ډول رادار و او په قطر کي ځای پر ځای سوی و. همدارنګه د توغنديو د دفاعي سيستم اړوند دوه نور رادارونه هم ويجاړ سوي، چي يو په اردن او بل په متحده عربي اماراتو کي و.
امريکا تر دې جګړې مخکي د خپلو راداري الوتکو يوه لويه برخه منځني ختيځ او اروپا ته لېږلې وه. دا الوتکي د نړۍ له تر ټولو لويو هوايي رادارونو څخه برخمني دي او د جګړې د ميدان د اداره کولو لپاره د معلوماتو د تبادلې له لاري د امريکا او د هغه د متحدينو د هوايي دفاع د ځواکونو پوهاوی زياتوي.
خو په وروستيو کلونو کي د دغو الوتکو عملياتي وړتيا تر پوښتني لاندي راغلې ده. د اوږدې مودې خدمت وروسته د هغوی تخنيکي وسايل زاړه بلل کېږي او د جګړې د نويو وسايلو پر ضد يې اغېزمنتيا کمه سوې ده. په ځانګړي ډول د ايران د ځينو پټو بې‌پيلوټه الوتکو پر ضد د دې سيستمونو وړتيا محدوده بلل کېږي او د برېښنايي جګړې پر وړاندې هم ډېري خوندي نه دي.

سره له دې ستونزو، د امريکا دفاع وزارت په ۲۰۲۵ کال کي هڅه کړې وه چي د نويو راداري الوتکو د پېرلو هغه پروګرام لغوه کړي چي ټاکل سوې وه د اوسني سيستم ځای ونيسي. دغه پرېکړه له پراخو نيوکو سره مخ سوه، ځکه ډېر شنونکي باور لري چي دا الوتکي د امريکا د هوايي ځواک د راتلونکې لپاره مهمې دي او د پروګرام لغوه کول د بودجې د فشار نښه ګڼل کېږي.
پخوا هم دغه راداري الوتکو د ۱۹۹۱ کال د خليج د جګړې پر مهال په عراق کي دوامداره هوايي څارنه ترسره کړې وه، خو اوس دا الوتکې زړې سوې دي، شمېر يې هم لږ دی او ساتنه يې زياتو تخنيکي هڅو ته اړتيا لري.
په همدې حال کي د اسټراليا شاهي هوايي ځواک اعلان کړی چي د همدې ډول يو پرمختللی سيستم يې د خليج سيمي ته لېږلی څو د هوايي دفاعي عملياتو ملاتړ وکړي. همدارنګه ځينو لوېديځو هېوادونو هم د ايران پر ضد د جګړې په هڅو کي ګډون کړی دی.

له بلې خوا امريکا ځيني ځمکني دفاعي سيستمونه او مهم رادارونه د نړۍ له بېلابېلو سيمو څخه منځني ختيځ ته لېږدولي دي، حتی له جنوبي کوريا څخه هم ځيني مهم سيستمونه انتقال سوي دي.
امريکا او اسرائيل لا هم له هغو وختي خبرداري معلوماتو ګټه اخلي چي د ترکيې له لوري برابرېږي. په ترکيه کي يو مهم راداري مرکز سته چي د بالستيک توغنديو د کشف لپاره کارول کېږي او له ۲۰۱۲ کال راهيسي د ناټو او د اسرائيلو د هوايي دفاع د ملاتړ لپاره فعال دی. همدارنګه اټکل کېږي چي د ترکيې اوږد واټن دفاعي سيستمونه هم د سيمې د دفاعي عملياتو په ملاتړ کي کارول سوي وي.