د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ايران له لوري وړاندي سوي لس مادهيي طرحې ته په تنده لهجه غبرګون ښوولی او هغه يې «په بشپړه توګه جعلي» بللې ده. دا څرګندونې وروسته له هغه وسوې چي د سپيني ماڼۍ وياندي هم دغه طرحه رد کړې وه.
ټرمپ په خپل ټولنيز پلاتفورم «تروث سوشيل» کي وليکل چي د ځينو امريکايي رسنيو لکه نیویارک ټایمز له لوري خپره سوې طرحه هېڅ بنسټ نه لري او د سولې بهير ته د زيان رسولو لپاره خپره سوې ده. هغه ټينګار وکړ چي د دې طرحې ټول موارد «جوړ سوي درواغ» دي او رسنۍ يې د ناسمو معلوماتو په خپرولو تورني کړې.
د امريکايي چارواکو په وينا، هغه سند چي ايران وړاندي کړی، له هغو نسخو سره توپير لري چي په رسنيو کي خپرې سوي دي. ويل کېږي چي په فارسي نسخه کي د يورانيمو د غني کولو حق شامل دی، خو په انګليسي نسخه کي چي لوېديځو رسنيو ته رسېدلې، دا ټکی نه دی ياد سوی. دا اختلاف د دواړو لورو ترمنځ د باور پر کچه اغېز کړی دی.
د سپيني ماڼۍ وياندې کارولين ليوېټ ويلي چي ايراني چارواکي په خصوصي خبرو کي يو ډول پېغام ورکوي، خو خپلو کورنيو رسنيو ته بيا بل ډول څرګندونې کوي. د هغې په اند، دا ډول چلند د مذاکراتو بهير لا پېچلی کوي.
په داسي حال کي چي د منځګړو له لاري خبري لا هم رواني دي، د طرحو پر محتوا اختلاف او متضاد پېغامونه د دې لامل سوي چي د يوې روښاني او باوري هوکړې ته رسېدل ستونزمن سي.