د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران خلګو ته په خطاب کي ويلي چي د ازادۍ وخت مو را رسېدلی

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران خلګو ته په خطاب کي ويلي چي د ازادۍ وخت مو را رسېدلی دئ.
هغه له خلګو وغوښتل چي د خپل خوندیتوب له پاره په کورونو کي پاته سي او خبرداری ئې ورکړی، چي د باندي وضعیت ډېر خطرناک دئ او امکان لري سخت بریدونه وسي.
د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ چي د عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته، د ایران خلګ کولای سي، د خپل حکومت واک په خپل لاس کي واخلي.

هغه دا حالت د ایران د خلګو له پاره یو تاریخي او بې‌ساری فرصت بللی.
نوموړي زیاته کړه چي د امریکا حکومت به د ستر ځواک او پیاوړي توان له لاري د ایران د خلکو ملاتړ وکړي او هغوی ئې وهڅول چي خپل راتلونکی پخپله وټاکي.
ټرمپ ايرانيانو ته په خطاب کي وویل: «دا د اقدام شېبه ده، مه پرېږدئ چي دا فرصت له لاسه ورکړئ.»