د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ لا هم ټينګار کوي، چي د ايران غني سوي يورانيم بايد له دغه هیواده وايستل سي، خو د راپورونو له مخي د دې موادو د برخليک په اړه وروستۍ پرېکړه لا نه ده سوې.
سي اين اين د تهران سره د احتمالي هوکړي د چوکاټ په اړه په خپل راپور کي ویلي، چي د ایران د غني سوو یورانیمو د زېرمو د له منځه وړلو څرنګوالی به په راتلونکو خبرو کي روښانه سي.
ويل کېږي که د تهران او واشنګټن ترمنځ هوکړه وسي، نو دواړو لورو ته به ۶۰ ورځي وخت ورکړل سي؛ څو د پاته موضوعاتو په اړه تفاهم وکړي. ځينو سرچينو ويلي چي ښايي د ايران د يورانيمو يوه برخه کمه غني کړل سي او پاته نور يو بل هیواد ته ولېږدول سي.
بلخوا د اټومي انرژۍ نړۍوالي ادارې د معلوماتو له مخي، ايران د پام وړ اندازه غني سوي يورانيم په واک کي لري، چي د لوړي کچي اټومي موادو ته نژدې بلل کېږي.