د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چي د هرمز تنګي د ژر خلاصولو له پاره به اقدام وکړي

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چي د هرمز تنګي د ژر خلاصولو له پاره به اقدام وکړي.
د هغه په خبره چي ايران ته به د اټومي وسلو د جوړولو اجازه ور نه کړي.
هغه په پاکستان کي د ايران سره کېدونکو مذاکراتو ته په اشاره ويلي، چي د ايران سره د خبرو د پايلو تر څرګندېدو وروسته به نهايي تصميم ونيسي.

هغه ويلي، چي د ايران ځواک ئې کمزوری کړی او ډېره برخه ئې د منځه وړې ده.
بايد وويل سي، چي د هرمز تنګی چي د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي، د نړۍوالي انرژۍ د لېږد له پاره حیاتي اهمیت لري او د دې لاري هر ډول بدلون کولای سي پر نړۍوالو بازارونو او سیمه‌ییز امنیت ژور اغېز ولري.