د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، چي امريکا به په هرمز تنګي کي د بېړیو د ګڼي ګوڼي د کمولو له پاره هڅه وکړي. د هغه په وينا چي د حالت تر ښه کېدو تر وخته پوري به امريکايي ځواکونه په سيمه کي پاته وي.
هغه زياته کړې چي مثبت ګامونه پر لاره دي او په خبره ئې چي ايران کولای سي د بيا رغوني بهير پيل کړي .
ټرمپ زياته کړې چي ايران او نور اړخونه د اوسني حالت دوام نه غواړي او دا بدلونونه ئې د منځني ختيځ له پاره زرین چانس بللی دئ.
ټرمپ تر دې مخکي د هرمز تنګي د بيا پرانيستلو له پاره يو ضربالاجل ټاکلی و، خو وروسته ئې خپل دريځ بدل کړ او له ايران سره ئې د دوو اوونيو پر اوربند موافقه وکړه.
په ورته وخت کي د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف ويلي چي اسلاماباد د ايران او امريکا استازو ته بلنه ورکړې، چي د جمعې په ورځ د خبرو له پاره دغه هيواد ته سفر وکړي.