د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چي غواړي له ایران سره له د اوږدې جګړې څخه ډډه وکړي او هیله لري چي په راتلونکو څو

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چي غواړي له ایران سره له د اوږدې جګړې څخه ډډه وکړي او هیله لري چي په راتلونکو څو اوونیو کي جګړه پای ته ورسوي.
ټرمپ جګړه په وروستیو پړاوونو کي بولي، خو په عملي ډول د هغې د پای ته رسولو له پاره روښانه لاري نه لري.
د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخي، په ستراتیژیکه کچه ټرمپ د دوو لارو ترمنځ بند پاته دئ.

ياده ورځپاڼه ليکي، چي له يوې خوا د ډیپلوماټیک حل پر لور د هغه د تمایل نښي لیدل کېږي؛ او له بلي خوا پر ایران نظامي فشار، لکه منځني ختیځ ته د نورو ځواکونو لېږل زیاتېږي.
ټرمپ ګواښ کړی، چي که تړون ونه سي، نو سخت بریدونه به ترسره کړي، خو د ځمکنیو ځواکونو د استولو په اړه، په ځانګړي ډول د احتمالي تلفاتو له امله محتاط دئ.
د جګړې پای هم په بشپړه توګه د ټرمپ تر کنټرول لاندي نه دئ.

ایران تر دې دمه مستقیمي خبري رد کړي دي او داسي احتمال سته چي په هرمز تنګي کي د ګډوډۍ دوام بحران اوږد کړي.
اسرائیل هم ښایي خپل عملیاتو ته په خپلواکه توګه دوام ورکړي او د سیمي هیوادونه د متقابلو غبرګونونو ارزونه کوي.
په امریکا کي دننه، د جګړې د لګښتونو او د انرژۍ د بیو لوړېدو سیاسي فشار پر ټرمپ او جمهوري غوښتونکو زیات کړی، په داسي حال کي چي هغه هڅه کوي جګړه محدوده او بریالۍ وښيي.