د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ يو ځل بيا له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي سختي نيوکي وکړې او دا بهير ئې

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ يو ځل بيا له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي سختي نيوکي وکړې او دا بهير ئې د امريکا له پاره د شرم وړ بللی.
ټرمپ دا څرګندوني د شمالي کارولاينا ايالت د فورټ برګ پوځي اډې کي د يوې غونډي پرمهال کړي.
ټرمپ د يادي غونډي پر مهال ويلي که هغه مهال دی په واک کي وای، امريکا به خپل پوځي تجهيزات نه پرېښودل او له افغانستانه به په منظم او درناوي سره وتلې وای. د هغه په وينا، جنګي الوتکي او نور وسايل بايد بېرته انتقال سوي وای، نه دا چي هلته پاته سي.

هغه په ښکاره توګه د امريکا پر پخواني ولسمشر جوبايډن نيوکه وکړه او زياته ئې کړه، چي د وتلو مسئوليت د بايډن پر اداره دئ.
له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل په ۲۰۲۱م کال کي د پخواني ولسمشر جوبايډن د واکمنۍ پر مهال بشپړ سول. بايډن مخکي ويلي وو چي د وتلو بنسټيز تړون د ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال لاسليک سوی و، خو ټرمپ دا دلايل نه مني او ټينګار کوي، چي د هغه په مشرۍ به وتل د امريکا له پاره په‌عزتمند ډول تر سره سوي وای.