د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ایران ته خبرداری ورکړی

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ایران ته خبرداری ورکړی، چي که اوربند ته ژمن پاته نه سي امریکا به يو ځل بيا قوي او سختي جګړې ته را وګرځي.
ټرمپ د پنج شنبې په ورځ ويلي، چي د امریکا پوځونه دا مهال د راتلونکي جګړې له پاره د چمتووالي په موخه استراحت کوي، خو ټولي جنګي بېړۍ، الوتکي او ځواکونه د ایران شاوخوا خپلو ځایونو کي پاته دي.
هغه ټینګار کړی، چي تر هغه وخته به دا وضعیت دوام ولري؛ ترڅو یو ریښتینی او بشپړ تړون عملي سي او که دا کار ونه سي نو امريکا به يو ځل بيا جګړې ته را وګرځي.

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چي ایران ته به د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ور نه کړي او ایران به هرمز تنګی به هم خلاصوي.
دا څرګندوني وروسته له هغه سوي، چي د امريکا او ايران ترمنځ د اوربند د ماتېدو نښي ليدل سوي؛ تهران خبرداری ورکړی، چي که اسرائیل پر لبنان بريدونه ونه دروي؛ نو دوی به بېرته خپل پوځي اقداماتو ته ادامه ورکړي.