د امریکايي رسنیو د راپور له مخي، د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) له سپیني ماڼۍ څخه غوښتي، چي له ایران سره د جګړې د تمویل له پاره د څه باندي ۲۰۰ میلیارده ډالرو غوښتنه کانګرس ته وړاندي کړي.
راپور زیاتوي، چي یو لوړپوړي امريکايي دولتي چارواکي دا موضوع تائید کړې او ویلي ئې دي، چي دا غوښتنه د جګړې د لګښتونو د پوره کولو له پاره مطرح سوې ده.
همداراز درې نورو باخبره سرچینو هم دا خبره کړې، چي د امريکا د دفاع وزارت هڅه کوي، چي د ايران د جګړې له پاره په همدې کچه یوه ستره مالي بسته ترلاسه کړي.