د امریکايي ټکنالوژۍ شرکت امازون اعلان کړی

د امریکايي ټکنالوژۍ شرکت امازون اعلان کړی، چي په متحده عربي اماراتو کي د دې شرکت دوه ډاټا سنټرونه د ایران له لوري په مستقیم ډول د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کي په نښه سوي دي.
د شرکت د معلوماتو له مخي، د دغو بریدونو له امله په منځني ختیځ کي د ابري خدماتو یا کلاوډ سروسونو په ځینو برخو کي اختلال رامنځ ته سوی او یو شمېر کارونکي له تخنیکي ستونزو سره مخ سوي دي.
آمازون زیاته کړې، چي په بحرین کي د دې شرکت یو بل ډاټا سنټر هم د ډرون د برید له امله زیانمن سوی دئ.