د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ زیاتېدل او د منځني ختیځ له لاري د تېلو د لېږد د بندېدو د اندېښنو له امله په نړۍ وال

د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ زیاتېدل او د منځني ختیځ له لاري د تېلو د لېږد د بندېدو د اندېښنو له امله په نړۍ وال بازار کي د تېلو بيې لوړي سوي دي.
د رویټرز د راپور له مخي، د برنټ تېلو بیه ۹۷.۰۷ ډالرو او د امریکا د WTI تېلو بیه ۹۲.۲۸ ډالرو ته رسېدلې ده.
په راپور کي ويل سوي چي د امریکا او ایران ترمنځ د نښتو له امله د هرمز تنګي له لاري د تېلو لېږد هم کم سوی دئ.

بايد وويل سي، چي د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه تېل د هرمزتنګي د لاري تېرېږي.