د امریکا حکومت د امریکايي لیکوال پاول اوربای د ورکېدو د ۱۲ کلونو له تېرېدو سره سم یو ځل بیا د هغه د موندلو غوښتنه کړې او د معلوماتو وړاندي کوونکو ته ئې د ۶ میلیونه ډالرو جایزې اعلان تازه کړی دئ.
په ملګرو ملتونو کي د امریکا دایمي استازي مایک ولټز ویلي، ط..البان باید د خلګو د نیولو او بندي کولو تګلاره پای ته ورسوي.
نوموړي د پاول اوربای قضیه د بېلګي په توګه یاده کړې او ټینګار ئې کړی، چي د هغه برخلیک لا هم نامعلوم دئ.
پاول اوربای چي یو امریکايي لیکوال او څېړونکی و، په ۲۰۱۴ کال کي د افغانستان په خوست ولایت کي نادرکه سوی و او تر اوسه ئې د ژوند یا مړیني په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه سوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغه په تړاو د معلوماتو له پاره ۵ میلیونه ډالره او د امریکا د عدلیې وزارت بیا ۱ میلیون ډالره انعام ټاکلی دئ، څو د نوموړي د برخلیک په اړه مالومات ترلاسه سي.
تر اوسه ط..البانو د دغو څرګندونو او د پاول اوربای د قضیې په اړه څه نه دي ویلي.