د امریکا د استازو جرګې د خپلو افغان متحدانو د ملاتړ لپاره لایحه تصویب کړه

د امریکا د استازو جرګې غړیو امریکا ته د خپلو افغان متحدانو د لېږدولو په اړه هغه لایحه تصویب کړه چې د جمهوریپالي استازي ډینا ټایټس له خوا وړاندي سوې وه.

 د دې قانون هدف د هغو افغان متحدانو د انتقال او ساتني ملاتړ دی، چي د افغانستان د ۲۰ کلن ماموریت په لړ کي یې له امریکايي ځواکونو، ډیپلوماتانو، او مرستندویانو سره همکاري کړې ده.

د امریکا د کانګرس استازې، دینا ټایټس، چي دغه قانوني مسوده یې وړاندي کړې ده، په یوه بیان کي ویلي چي دا مسوده د هغو افغانانو د خوندي انتقال او مېشتېدني لپاره ده چي په ژمنتیا یې د امریکايي ځواکونو، ډیپلوماتانو، او مرستندویانو ترڅنګ فعالیت کړی دی او اوس له ګواښونو سره مخامخ دي.

په ۲۰۲۲ کال کي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانانو د انتقال د هڅو لپاره یو دفتر، چي کې‌یر (پاملرنه) نومیږي، جوړ کړ تر څو د وړ کسانو د تخلیې او مېشتېدني بهیر ساده او مؤثر کړي.

دا دفتر، چې د فدرالي ادارو، غیر دولتي سازمانونو، او د نړیوالو شریکانو سره په همکارۍ فعالیت کوي، دنده لري چي وړ کسان په خوندي ډول متحده ایالاتو ته انتقال کړي.