د امریکا د بهرنيو چارو وزارت په يوه نشر سوې خبرپاڼه کي خپلو وګړو ته د ايران څخه د وتلو امر کړی

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت په يوه نشر سوې خبرپاڼه کي خپلو وګړو ته د ايران څخه د وتلو امر کړی دئ.
دغه وزارت ویلي، چي د ایران امنیتي وضعیت خراب سوی، امریکایان هلته د تاوتریخوالي، نیوني او د انټرنټ د بندېدو له خطر سره مخ دي.
همداراز، په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي له تېرو څو اونیو راهیسي په ایران کي پراخ اعتراضونه روان دي، چي له امله ئې چارواکو سړکونه تړلي، تګ راتګ او انټرنټ ئې محدود کړي دي.