د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر سعودي عربستان د اف-۳۵ جنګي الوتکو د احتمالي خرڅولو طرحه تائيد کړې ده.
د رویټرز د راپور له مخي، د دې تړون ارزښت شاوخوا ۲۴.۳ میلیارده ډالره دئ.
په دې تړون کي د الوتکو ترڅنګ انجنونه، مخابراتي وسایل او د الوتکو د ساتني او ملاتړ خدمات هم شامل دي.
د تړون د بشپړېدو له پاره لا د امریکا د کانګرس تائید ته اړتیا ده.
د سعودي عربستان سفارت په واشنګټن کي د دې پرېکړي هرکلی کړی او ویلي ئې دي چي دا کار به د دواړو هیوادونو ترمنځ دفاعي همکاري پیاوړي کړي.