هغه د دوشنبې په ورځ د دغه اوربند په هدف د امریکا وروستي سیاسي فشار ته په اشارې ویلي، دا هڅي د اسراییلي برمته سویو د خلاصون وروستی فرصت دی.
د رویټرز خبري اژانس په وینا٬ بلينکن دغه څرګندوني تل ابیب ته د خپل سفر پر مهال نن د اسراییل له ولسمشر اسحاق هرتزوګ سره تر لیدو کتو مخکي کړي دي.
بلېنکن ویلي، واشنګټن هڅه کوي چي پر اسراییلو د ایران د احتمالي برید د اندېښنو په ترڅ کي په سیمه کي اندېښنې کمي کړي.
له کله چي له تېر اکټوبر میاشتي راهیسي د غزې جګړه پيل سوې، دا منځني ختیځ ته د بلېنکن لسم سفر دی.
بل خوا حماس د امریکا د اوربند هغه وړاندیز رد کړی چي په بدل کي یې د فلسطین خاوره په اشغال کي پاتیږي او اسراییلو ته به سپارل کیږي.