د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، ایران د اټومي او نورو اختلافاتو د حل له پاره په خبرو اترو کي جدي چلند نه کوي، خو واشنګټن لا هم د ډیپلوماسۍ او مذاکراتو ملاتړ کوي.
روبیو د اسیا د جنوب ختیځو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډي ته د وینا پر مهال ويلي، که ایران د خبرو له پاره رښتینی چمتووالی وښيي، امريکا د خبرو له پاره چمتو ده، خو که داسي ونه سي واشنګټن به د خپلو متحدانو د ګټو د خوندي کولو له پاره لازم ګامونه واخلي.
هغه د هرمز تنګي د وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او په خبره ئې چي ایران د نړۍوالو قوانینو له مخي د دې مهمي سمندري لاري د کنټرول قانوني حق نه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چي د کښتۍ چلوني ازادي د نړۍوال تجارت بنسټیز اصل دئ او که دا اصل له ګواښ سره مخ سي، نو نړۍوال اقتصاد او د نړۍوالي سوداګرۍ بنسټیز قوانین به هم زیانمن سي.